نظم

مغرور انسانه

ګل پاچا الفت

دا چې لوبې په سرو سپينو هر سبا کړې

راته وايه چې دا هومره مغرور چا کړې

د دنيا په مينه مست يې بې شرابو

دهستۍ جنون له هر څه بې پروا کړې

د هغه په حال چې وريځ د اسمان ژاړي

ته پرې هر ساعت خندا لکه برېښنا کړې

له همدې خاورو پيدا خاکي انسان يې

نه پوهېږم دنيا ولې په هوا کړي

هر څوک ټيټ درته ښکارېږي له خپل ځانه

خپل نظر کښې خپل گمان ابن سينا کړي

دغه علم دغه مال دغه کمال ستا

بلابويه چې يې هر چاته جلا کړې

مونږ اوته د يوه کور او يو کهول يو

د دنيا عزت له مونږه نه نا اشنا کړې

د غرور له ماڼۍ ښکته شه دنيا ته

که دخوار او د غريب د زړه دوا کړې

لږ زړه سوی او همدردی که در سره وي

دا زمونږ تياره محفل به ټول رڼا کړې

پتنگان به دې تاوېږي له برجله

په احسان به ځان محبوب لکه ليلی کړې

رڼا يې د حقيقتت به دې نصيب شي

کوه طور ته به د زړونو لار پيدا کړې

فرعونان به دې له ويرې سورايان شي

دلجو يې دخوار غريب که په رښتيا کړې