نظم

محمد (ص)

ګل پاچا الفت

محمد بې اوره د خدای هغه انوار وليده

چې خليل اور کښې وليده موسی يې ناروليده

ليده يې هر څه چې د علام الغيوب په نظر

د ده ليدلی کله سترگو د اغيار وليده

په مدينه کښې يې ليده قيصر کسری سرنگون

چې په خندق کښې يې تاثير د خپل گذار وليده

سترگې بينا شوې د ړانده علم د عرفان

چې فيلسوف پرې پوهېده عارف عيار وليده

نوی منظور ته يې پيدا کړ بېخي نوی نظر

تيارو کښې ورک انسان د بل عالم اسرار وليده

راغلې دنيا ته محمده! هم يتيم هم فقير

نه دې راحت نه عيش نه مهر د خپل پلار وليده

په مصيبت کښې شوې پيدا په مشقت کښې شوی

په ماشومتوب کښې دې غمونه په بار بار وليده

هر چا نه سخت دښمن خپل تره ابولهب شو درته

پردی او خپل دې ځانته ټول څومره په قاروليد

يوازې خدای ته پاتې شوې د خدای اسره واوته

څوک دې بې خدايه نه حامي نه مددگار وليده

نور ټول د کفر په خوايو ته د اسلام په خوا

يوازې نه وي ځان سره دې کردگار وليده

ستا دښمني جنگ او جگړه ډېرو خدايانو سره

د جهان سترگو لمر سپوږمۍ ليل ونهار وليده

د خدای په مرسته يو يتيم يسير فقير امي

د جهان ډېر لوی انقلاب ته ځان تياروليده

نه بېوسۍ نه ډېر قدرت تغيير په تا کښې راووست

استقامت دې هر وخت هر چا پايدار وليده

دنيا بدله کړله تا دنيا بدل نکړې ته

که دې خوښي او کاميابي که دې ازار وليده

ډېر غنايم او ډېرې فتحې دې په برخه شولې

ډېر دې غنيان کړه خو خپل نفس دې مدام خوار وليده

پخپل سيرت يې ستا په شان ثابت قدم ونه موند

که زمانې هر څومره ډېر ثابت سيار وليده

د رياضت لوږې سختۍ دې په ځان تېرې کړلې

مزو چړچو عيشونو کله ستا در بار وليده

تيارې دې ورکې کړې د حق رڼا دې کړله خپره

د اسلامي عدالت لمر دار و ديار وليده

د لېوه وېره د پسه په زړه کښې پاتې نشوه

چې يې ستم ظلم و حشت او زور مهار وليده

سرکشان واړه پرېشان شوه فرعونان شوه حيران

چې مؤمنان يې اشدال علی الکفار وليده

لارې دې جوړې قافلې او سالاران دې کړه جوړ

خلک دې جوړ کړه ډېر بې لارې دې په لاروليده

تا محمده! د ايمان قوت جهان ته وښود

ستا په تعليم د خپل ايمان زور ايماندار وليده

د غلام خپو لاندې غرور د ابوجهل پايمال

په تعجب په حيرت سترگو د روزگار وليده

تاسو کړه خدمتگاره د بشر دپاره

تاريخ بيل بيل ستا د صديق ، عمر کردار وليده

هغسې عدل، مساوات چې تا دنيا ته راوړ

نظير يې بيا نه هېڅ نظر نه انتظار وليده

لوی انقلاب دې را پيدا کړ د انسان شعور کښې

په روح په ذهن، زړه، نظر کښې مو ستا کار وليده

ده لاتخزن، د ان الله معنا اطمينان

چې چا ته ورکړ تا هغه بيا کله ډار وليده

د هغه سترگو کښې بيا و لکه چينجی د خټو

که را روان به يې د ځان په لور ښامار وليده

په نوی روح دې دا زړه دنيا کړه بېرته ځوانه

د جهان کونډې بيا په ځان کښې ابتکار وليده

خپل کار دې خلاص کړ رسالت دې سر ته ورساوه

مطمئن لاړې چې اساس دې استوار وليده

هغه معمار وې چې نقشه دې د جهان کړه بله

جهان بيا کله ستا په شانی بل معمار وليده

څوک چې لوی شوی په غمو مشقتونو کښې و

هم مو نبي هم مو حکيم هم لوی سالار وليده