نظم

محمد ظاهر شاه ته

ګل پاچا الفت

بهار سم در سره راغی شهرياره

وخت شناس وې راغلې ښه وخت کې مالياره

سرسبزي او شادابي در سره راغله

تازگي دې ځان سره راوړه بهاره

نه دې لاره کې پېچومی نه اغزي وو

چې هوا دې کړه پښو لاندې دينداره

بارانو نه د رحمت درباندې وشوه

په هوا کې اعتدال راغی له واره

په لېمو قبلوو مونږ ستا قدمونه

په بڼو پاکوو ستا د راتلو لاره

په ماليار يې ځکه راغلی پسرلی ته

وچ ډاگونه به گلزار شي ستا له زياره

وخت دسعی او عمل دکار او زيار دی

ناخبره نه يې ته له خپل کاره

نوی بوټی او نيالگی به باغ کې کېږي

د موسم تقاضا دغه ده هوښياره

څو چې جوړ پښتونستان نه کړې پښتون ته

د پښتون زړه دی زخمي سينه داغداره

تربيت دوړوبوټو ډېر پکار دی

ډېر لوی حق لري واړه په تاحقداره

هغه خوا دی خواران چې هر څه پښتانه دی

ستا په لوری په اميد گوري نا مداره

دوړو پالنه کار دی دلويانو

وظيفه د مشر ځکه ده د شواره

لويې چارې لرې مخکې خدای دې مل شه

په ذمه دې ډېر کارونه دی سرکاره

د يوه ملت اسرې دي واړه تاته

اميدونه لروډېر ستا له درباره

مونږ پوهېږو چې لرې ډېر ارمانونه

د صادق او وفادار ملت د پاره

هلته گورې ښې ماڼۍ دلته جونگړې

زمونږ حال دی د ژړا زمونږ غمخواره

مونږ خواران يو ناپوهان يو رنځوران يو

څه راوړی تا زمونږ د رنځ دپاره

نوی کال نوی بهار نوی ژوندون دی

خو زمونږ هغه زوړ جغ دی زړه سپاره

تا ليدلی نور په عيش او په راحت کې

ليدای نشې زمونږ برخه دومره خواره

ازادی د پښتنو او پښتو نواله

هم يې ساته هم يې وگټه تاجداره

په هر ځای کې چې په هر پښتون څوک بلوسي

غم تپوس يې دی په تا زمونږ واکداره

درد و غم د پښتون تاته په ژړا کړم

ژړا تاته ده پکار د ملت پلاره!

وزه نه ژاړم عالم راسره ژاړي

وريځې ژاړي ژړااورم له آبشاره

نغمې نه دی کړی بلبلی فريادونه

معلومېږي له سرو سترگو دگلزاره

په کارنوی فکرونه ټينگ عزمونه

درته غواړو لوی توفيق له کردگاره

نوی رنگ نوی اهنگ دی خدای پيدا کړی

ستا دفکر ستا د خيال له ابتکاره

دا خپل زوړ جهان له خدايه غواړم نوی

ستا په سعی او کوښښ ملي سالاره