غزل مينې درته وتړلم ستا د درګاه سيوری شوم محمد صدیق پسرلی د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 تور راپورې ښه شو اوس ايله د مطلب توری شوم 02 تېرو خاطرو کې دې مرموزې موسکا واخيستم 03 شوق مې وزر وټپول ما چې ويل ستوری شوم 04 دومره ژر دې مه غواړه راکړی تصور ښکلې ! 05 کور دې د اړتيا خراب شي ځکه خو بد پوری شوم 06 عطر د ګلونو شوې په هره خوا روانه يې 07 ما پورې رانغلې اخر زۀ غريب کوم لوری شوم ؟ 08 چا يې يم ليدلی د بڼو سيوري ته غږ وکړئ 09 شپې مې روڼولې ورته ځکه نامه توری شوم 10 درست عمر پسرليه ما د زړۀ وينې رودلي دي 11 بيا هم نپوهيږم خدای خبر څنګه وچ موری شوم ؟ د قاموس مانا × اصلي کلمه