نظم

مورې !

ګل پاچا الفت

مورې چې خدای له تا پيدا کړمه

گران يې له هر چا نه په تا کړمه

له خپله ځانه لا خبر نه ومه

چې تا له ځان سره اشنا کړمه

په مينه مينه به دې ما ته کتل

دمينې کيف ته دې بينا کړمه

په ژبه پوه نه وم په مينه پوه شوم

پوه دې بې لفظه په معنا کړمه

ورو ورو دې راوستم خبروباندې

راغلی گونگ وم تا گويا کړمه

پاک به دې کړمه چې خيرن به شوم

لکه ښيښه به دې صفا کړمه

خوب به دې نه و تر سحره پورې

چې لږ څه درد به په ژړا کړمه

که وطن چاڼ کړمه په مينې پسې

که لټ په لټه دغه دنيا کړمه

بې ريا حاصه پاکه مينه به ستا

کله په بل زړه کښې پيدا کړمه

دمحبت غېږ کې دې وروزلم

په عواطفو دې دانا کړمه

اشنا دې کړم له خوشحاليو سره

تا په مسکا تا په خندا کړمه

که وايم ستاغېږ کښې جنت و زما

پوه شوی نه يم اشتباه کړمه

جنت خو ټيټ ستا له قدم لاندې دی

په اعلی حکم د ادنی کړمه

رب مې دی خدای او مربي مې ته يې

پيدا کړم خدای تا توانا کړمه

ودرولم تا پخپلو پښو

بيادې بلد په گرزيدا کړمه

څومره وړوکی ومه لوی دې کړم

يوه قطره وم تا د ريا کړمه

د ورورلۍ په رابطه باندې تا

د چا روکی دچا لالا کړمه

درس ته لېږلم تا په څه زاريو

په څه خواريو دې ملا کړمه

چې زلمی شومه هم دې پرې نښودم

د بل د پاره دې دا دا کړمه

تا سړی کړی يمه گرانې مورې

دکار سړی که کړمه تا کړمه

ستااحسانونه بې حسابه دي

ستا کوم يو حق به زه ادا کړمه

نوروته لوی تاته وړوکی ښه يم

ځان به وړوکی درته بيا کړمه