غزل

مورې چې خدای له تا پیدا کړمه

ګل پاچا الفت

ګران یې له هر چا نه په تا کړمه

له خپله ځانه لا خبرنه ومه

چې تا له ځانه سره اشنا کړمه

په مینه مینه به دې ما ته کتل

د مینې کیف ته دې بینا کړمه

په ژبه پوه نه وم په مینه پوه شوم

پوه دې بې لفظه په معنا کړمه

ورو ورودې راوستم خبرو باندې

راغلی ګونګ وم تا ګویا کړمه

پاک به دې کړمه چې خیرن به شوم

لکه ښیښه به دې صفا کړمه

خوب به دې نه و تر سحره پورې

چې لږ څه درد به په ژړا کړمه

که وطن چاڼ کړمه په مینې پسې

که لټ په لټ دغه دنیا کړم

بې ریا خاصه پاکه مینه به ستا

کله په بل زړکې پیدا کړمه

د محبت غېږکې دې وروزلم

په عواطفو دې دانا کړمه

اشنا دې کړم له خوشحالیو سره

تا په مسکا تا په خندا کړمه

که وایم ستا غېږکې جنت وزما

پوه شوی نه یم اشتباه کړمه

جنت خو ټیټ ستا له قدم لاندې دی

په اعلی حکم دادنی کړمه

رب مې دی خدای او مر بي مې ته یې

پیدا کړم خدای تاتوانا کړمه

ودرولم تا پخپلو پښو

بیا دې بلد په ګرزیدا کړمه

څومر ه وړوکی ومه لوی دې کړمه

یوه قطره وم تا دریاکړمه

د ورورولۍ په رابطه باندې تا

د چا روکی د چا لالاکړمه

درس ته لېږ لم تا په زار یو

په څه خواریو دې ملا کړمه

چې زلمی شومه هم دې پرې نښودم

دبل دپاره دې دادا کړمه

تا سړی کړی یمه ګرانې مورې

د کار سړی که کړمه تا کړمه

ستا احسانونه بې حسابه دي

ستا کوم یو حق به زه ادا کړمه

نوروته لوی تات وړوکی ښه یم

ځان به وړوکی درته بیا کړمه