نظم

نه ځي

ګل پاچا الفت

دروندوالی غرونه پښتونواله پښتنونه نه ځی

توروالی شپو نه رڼايي دلمر شغلو نه نه ځي

د آزادۍ په لار کښې سر او مال که لاړ شي زمونږ

د آزادۍ مينه زمونږ خلقو له زړونه نه ځي

که دنيا اورشي او په اور کښې آزادي وي زمونږ

مونږ پتنگان يو پتنگان بلو ډيوونه نه ځي

څو قرنه کېږي توره لاس کښې دافغان وينمه

دتورې برېښ اوس له اشعارو د پښتونه نه ځي

د پلار نيکه څنگ کښې موتورې معلقې وي تل

د پلار نيکه تعلقات نسل نمسونه نهځي

دبابا گانو او نيکونو دلاس نښه ده دا

د تورې قدر زمونږ سترگو او ليمو نه نه ځي

د پخوانيو خوی عادت مونږ پرېښودلی نشو

د ښکار عادت د بازباښو له اولادونه نه ځي

بلې لمبې زمونږ په زړو کښې که مړې شويدی اوس

بيا به تازه شي مړه اورونه له سکرونه نه ځي

بيا به اوربل کړو دظالم او د دښمن په خونه

د انتقام جذبه زمونږه له سينونه ځي

که په برهان اود لايلو فيصله ونشوه

غوڅه او پرېکړه د چړوتوروله خولو نه ځي