غزل

نه شومه پوه په خپل ژوندون, کړو عمر دې برباد زما

خاطر افریدي

چې نه را درومې ياره ته, منع دې کړه ياد زما

نه شومه پوه په خپل ژوندون, کړو عمر دې برباد زما

ان د يو ساعت مهمان ولې

واوره زما يو څو ګيلې

تېر به شي ستا شباب, سر دې نه کړو مراد زما

نه شومه پوه په خپل ژوندون, کړو عمر دې برباد زما

چاته ښکاره کړم خپل ځيګر

نه کړي پروا مې پرې دلبر

نور مې دي څوک چې يې واوري دغه فرياد زما

نه شومه پوه په خپل ژوندون, کړو عمر دې برباد زما

که ښه دې شي په سر زما

وي دې پېشکش دلبر زما

وائې خاطر شه زار له تا, نشته باقي جائېداد زما