غزل

نه د عشق مدار يوازې په ديدن دی

خوشحال خان خټک

نه د عشق مدار يوازې په ديدن دی

په دا کار کې لا په هور ته شنيدن دی

ښه چې شپه د جداييې خدای آخر کړه

سبا کېږي اوس د صبح دميدن دی

تل په ستغ، په ځوړ د اوښکو قاصدان دي

چې طلب يې د دلبرو ښه ديدن دی

چې مراد د رقيبانو حاصل نه شي

نور زما و خپل مقصود ته رسيدن دی

د ختا آهو په بوی د نافې ښکار شي

راته بس د يار د زلفو شميدن دی

دا ستم په عاق هغه کا نه نور څوک

چې وکښليو يې ورکړی دا بدن دی

کله کله به آرام زما د زړه شي

که يک لخته يې زده کړی رميدن دی

خوند د شهدو، د شکرو راته هيڅ دی

څو مې ياد د هغو شونډو مکيدن دی

نور دارو ورلره مه کوه طبيبه!

چې خوشال ورپسې مري هغه ديدن دی