غزل نه د عشق مدار يوازې په ديدن دی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 نه د عشق مدار يوازې په ديدن دی په دا کار کې لا په هور ته شنيدن دی 02 ښه چې شپه د جداييې خدای آخر کړه سبا کېږي اوس د صبح دميدن دی 03 تل په ستغ، په ځوړ د اوښکو قاصدان دي چې طلب يې د دلبرو ښه ديدن دی 04 چې مراد د رقيبانو حاصل نه شي نور زما و خپل مقصود ته رسيدن دی 05 د ختا آهو په بوی د نافې ښکار شي راته بس د يار د زلفو شميدن دی 06 دا ستم په عاق هغه کا نه نور څوک چې وکښليو يې ورکړی دا بدن دی 07 کله کله به آرام زما د زړه شي که يک لخته يې زده کړی رميدن دی 08 خوند د شهدو، د شکرو راته هيڅ دی څو مې ياد د هغو شونډو مکيدن دی 09 نور دارو ورلره مه کوه طبيبه! چې خوشال ورپسې مري هغه ديدن دی Dictionary meaning × Headword