غزل
نه د ما د هنر شته څوک طلبگار
خوشحال خان خټکنه د ما د هنر شته څوک طلبگار
نه د ما دی ددې ملک هنر په کار
خپل ځانونه هوښياران گڼي نادان دي
خدای د زما د هسې خلقو کړ روزگار
په يوه ژبه ويل سره پښتو کړو
ولې هيڅ ځبله نه شوو خبردار
چې د سوات په ملک کې ما ننداره وکړه
بل ولس تر يوسفزيو نشته خوار
زور زياتی خود پسندي خصلت د واړو
هر سړی يې طمع خواست و ته تيار
که په کور کې مال دولت لري سترگوږي
ملکان يې لا تر نورو دي مردار
حقه چار به د عزيز کاندي ناحقه
که په بډې رشوت مومي يو دينار
خټکی له خټکي نه رنگ اخلي
عالمان شېخان يې لا دي نا په کار
چې مې وليدل له نورو خبر نه يم
دا خو واړه يا غوايه دي يا حمار
دا په هر ديار کې سيل هم بد نه دی
چې خوشال وته څرگند شو هر اسرار