غزل نن نگار و ماته راکړ د يارۍ خط رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 نن نگار و ماته راکړ د يارۍ خط وې يې واخله دا مې دی دلدارۍ خط 02 د غماز له دو راهيه ترهه وکړه ځای به بايلې د مکار په جوارۍ خط 03 چېرې نه وي چې يې څيرې په غفلت کړي تل يې لوله په تميز په هوښيارۍ خط 04 په مدت سره به ستا انجام ته رسي اسان کله دی دا ستا د ريبارۍ خط 05 د غفلت له خوبه پاڅه بيداري کړه تل و تاته سپارلی د بيدارۍ خط؟ 06 برابر د خط په حکم قدم کېږده که ته غواړې په عقبی د نامدارۍ خط 07 له ميزانه که امان غواړې رحمانه! تل خو لوله په ډېر عجز په زارۍ خط د قاموس مانا × اصلي کلمه