نظم ننگيالی قبلوي گور خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ننگيالی قبلوي گور گور خو نه دی رنتهبور 02 لس په کال پرې ننوځي ځنې وځي درې څنور 03 مورزادي بلا پروټ يم چې بلا هورې مې کور 04 ننگيالی د ننگ د پاره په هر څه لگوي اور 05 سر په باد د سړي پرېوځي چې يې نه وي ژوندون نور 06 چې په نام و ننگ اړ نه وي که تل ژوي مخ يې تور 07 د جهان بلا دې کل وي خو دې نه شي ويی سپور 08 په همت سړی پرده دی زه د مست هاتي په زور 09 همگي په خدای سپارلي زويه لوڼه ورور و خور 10 سر په دار لک شوی ښه دی نه لک شوی په پېغور 11 لومړی پوله د وروستي شي چې پرې وشي شر و شور 12 دخوشال سلام په واړو زيات يې لا په خپلې مور د قاموس مانا × اصلي کلمه