نظم ننگيالی قبلوي گور Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ننگيالی قبلوي گور گور خو نه دی رنتهبور 02 لس په کال پرې ننوځي ځنې وځي درې څنور 03 مورزادي بلا پروټ يم چې بلا هورې مې کور 04 ننگيالی د ننگ د پاره په هر څه لگوي اور 05 سر په باد د سړي پرېوځي چې يې نه وي ژوندون نور 06 چې په نام و ننگ اړ نه وي که تل ژوي مخ يې تور 07 د جهان بلا دې کل وي خو دې نه شي ويی سپور 08 په همت سړی پرده دی زه د مست هاتي په زور 09 همگي په خدای سپارلي زويه لوڼه ورور و خور 10 سر په دار لک شوی ښه دی نه لک شوی په پېغور 11 لومړی پوله د وروستي شي چې پرې وشي شر و شور 12 دخوشال سلام په واړو زيات يې لا په خپلې مور Dictionary meaning × Headword