غزل
نشته بانگ د مؤذن په درست تيراه
خوشحال خان خټکنشته بانگ د مؤذن په درست تيراه
مگر واروې بانگ د چرگ په سهر گاه
که اورکزی يې سراسر واړه گمراه دي
اپريدي دي تر گمراهو لا گمراه
د اسلام ارکان، احکام، حلال، حرام شته
اپريدي اورکزي نه دي پرې اگاه
نه يې نمونځ د جنازې، نه يې امام شته
نه زکات، نه سرسايه، نه دزړه تراه
ښه هغه چې مستقيم په شريعت دی
بد هغه دی چې په شرع وي تباه
د دنيا چارې همه واړه فاني دي
که باقي دی، خو يو نوم دی دالله
چې يکلخته د دنيا په کار کې غرق وي
له هغه غافله زويه نه آه، آه
په اوبو سره گندگي له تنه درومي
په توبه په استغفار سره گناه
موحد د تصوف د رسالو دي
مساله د شريعت گڼي گناه
کله کله چېرې ووايي دا هومره
ځنې، ځنې لااله الا الله
چې گناه همېشه کا توبه يې نه وي
له هغه قومه خوشال غواړي پناه