غزل نشته بانگ د مؤذن په درست تيراه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 نشته بانگ د مؤذن په درست تيراه مگر واروې بانگ د چرگ په سهر گاه 02 که اورکزی يې سراسر واړه گمراه دي اپريدي دي تر گمراهو لا گمراه 03 د اسلام ارکان، احکام، حلال، حرام شته اپريدي اورکزي نه دي پرې اگاه 04 نه يې نمونځ د جنازې، نه يې امام شته نه زکات، نه سرسايه، نه دزړه تراه 05 ښه هغه چې مستقيم په شريعت دی بد هغه دی چې په شرع وي تباه 06 د دنيا چارې همه واړه فاني دي که باقي دی، خو يو نوم دی دالله 07 چې يکلخته د دنيا په کار کې غرق وي له هغه غافله زويه نه آه، آه 08 په اوبو سره گندگي له تنه درومي په توبه په استغفار سره گناه 09 موحد د تصوف د رسالو دي مساله د شريعت گڼي گناه 10 کله کله چېرې ووايي دا هومره ځنې، ځنې لااله الا الله 11 چې گناه همېشه کا توبه يې نه وي له هغه قومه خوشال غواړي پناه Dictionary meaning × Headword