غزل نشته هسې مينه د يارانو خاص الخاصه خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 نشته هسې مينه د يارانو خاص الخاصه چې يو ځبله ځارېږي په جهان کې له اخلاصه 02 يو راز دی په دا کار کې که ته ښه فهم پرې وکړې چې شمعه سر جنبانه، پروانه ورته رقاصه 03 له مرگه مې څه غم کړې، چې دعشق په شريعت کې قاتل په شرعه خلاص دی له ديته، له قصاصه 04 که لاس مې رقيبان په تېره توره سره پرې کا لمن به دې لا هم زما له لاسه نه شي خلاصه 05 زاهد به په عشرت زما له بزمه نه خبرېږي د عامو څه مجال دی چې خبرېږي له خواصه 06 چې وگورم وتاته، همگي په درو پر يې څه څيز يې د خوشال دله محيطه هم غواصه د قاموس مانا × اصلي کلمه