غزل نشته هسې مينه د يارانو خاص الخاصه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 نشته هسې مينه د يارانو خاص الخاصه چې يو ځبله ځارېږي په جهان کې له اخلاصه 02 يو راز دی په دا کار کې که ته ښه فهم پرې وکړې چې شمعه سر جنبانه، پروانه ورته رقاصه 03 له مرگه مې څه غم کړې، چې دعشق په شريعت کې قاتل په شرعه خلاص دی له ديته، له قصاصه 04 که لاس مې رقيبان په تېره توره سره پرې کا لمن به دې لا هم زما له لاسه نه شي خلاصه 05 زاهد به په عشرت زما له بزمه نه خبرېږي د عامو څه مجال دی چې خبرېږي له خواصه 06 چې وگورم وتاته، همگي په درو پر يې څه څيز يې د خوشال دله محيطه هم غواصه Dictionary meaning × Headword