غزل

نشته هسې سر چې به خالي وي له دماغه

خوشحال خان خټک

نشته هسې سر چې به خالي وي له دماغه

کوم دی هغهزړه، چې به روغ پاتو وي له داغه

چېرته پسې درومم، په کوم لوري به يې موم

ورکه مونده نه شي بې رهبره، بې سراغه

مست يم، می پرست يم، همېشه اياغ په دست يم

يو ساعت چې ځي راباندې غم دی بې اياغه

باغ دې د هغو دی،په هر چا چې دې پېرزو دی

زه په ارمان تل ديوه گل يم ستا له باغه

گل د عندليب دی، په قسمت دی، په نصيب دی

درومه، درومه، درومه په جيفه گرځه کلاغه

تل هوا، هوس کړه، تر اوله يو په لس کړه

ستا له غمه څه دي؟ که زه لاړم له فراغه

ورځ ورباندې شپه ده، په تور تم کې يې مېشته ده

کله به ليده شې دخوشال د زړه څراغه!