غزل نشته هسې سر چې به خالي وي له دماغه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 نشته هسې سر چې به خالي وي له دماغه کوم دی هغهزړه، چې به روغ پاتو وي له داغه 02 چېرته پسې درومم، په کوم لوري به يې موم ورکه مونده نه شي بې رهبره، بې سراغه 03 مست يم، می پرست يم، همېشه اياغ په دست يم يو ساعت چې ځي راباندې غم دی بې اياغه 04 باغ دې د هغو دی،په هر چا چې دې پېرزو دی زه په ارمان تل ديوه گل يم ستا له باغه 05 گل د عندليب دی، په قسمت دی، په نصيب دی درومه، درومه، درومه په جيفه گرځه کلاغه 06 تل هوا، هوس کړه، تر اوله يو په لس کړه ستا له غمه څه دي؟ که زه لاړم له فراغه 07 ورځ ورباندې شپه ده، په تور تم کې يې مېشته ده کله به ليده شې دخوشال د زړه څراغه! Dictionary meaning × Headword