نظم
نړېدلى بت
عبدالباري جهانيهغه د حسن او د زرو څښتن
هغه د زور او زوره ورو سلطان
هغه د ناز او کرشمو هغه د زړونو مالک
چي کله توره په لاس
کله ماشوم په غېږ کي
هم د غضب هم د کرم پر کرسۍ ناست پهلوان
خوله د عيسى ورسره
لاس کي اوبه د حيات
سترګي له اوره ډکي
مټي له زوره ډکي
چا يې له ميني تويولې ويني
چا يې له وېري سوځول ځانونه
دى د ښکلا او هنرونو خالق
دى د هر شعر او هر نظم هاتف
د ده په نوم ابادېدل ښارونه
د ده په مينه غوڅېدل سرونه
د ده له قهره رېږدېدله غرونه
پېړۍ پېړۍ همداسي تيري سولې
پلرو زامنو ته سينه پر سينه
وړلې د ميني او غضب افسانې
او يوه شپه د نيمي شپې زلزلې
د ستر معبد ودانۍ ړنګه کړله
بت يې را وپرزاوه
د جواهرو او طلا توره يې ولوېدله
لويه کپره يې بې تنه سوله ورغړېده
خېټه يې وچاودله
سينه يې چاکه سوله
او د الماسو جواهرو دانې
د لوى معبد پر ميدان ورغړېدې
خلکو ليدې د سرو او سپينو ټوټې
له زړونو ووتې د ميني او د قهر کيسې
او يو په بل يې کړله سره تېغونه
د بت کپرۍ دوې بې واکه سترګي
د يوه کونج خوا ته کږې نيولي
او نور يې نه وه د غضب اورونه
د بت په زړه کي د چا مينه نه وه
د ده سينه کي زړه جوړ سوى نه وو