غزل
اول زړه زهيرول مينه د يار څۀ
رحمان بابااول زړه زهيرول مينه د يار څۀ
بيا له مينې جاروتل په لږه چار څۀ
معشوقه چې دعاشق په مرگ راضي شي
وعاشق وته خفگان په هسې کار څۀ
چې رضا دخپل اشنا په رضا کېږدي
بيا په د اختيار د پاسه بل اختيار څه
چې و چا وته رضا په گمراهۍ شي
د مسجد د ميخانې تر ميانه لار څۀ
ته څه ځان د مسلمان په نامه بولې
چې په خوله دې کليمه په زړه کفار څه
د ريا له عبادته استغفار کړه
چې وخلک وته تسبيح، منم زنار، څۀ
يار بې نياز دی (له هر چا) عبدالرحمانه!
بادشاهان له خاک پای کړه پاتو خوار څه