نظم
وطن وايي
ګل پاچا الفتواوره ای پښتونه ! زه ميراث ستا د نيکو يمه
ستا ښکلی ځانگويم اديره ستا دپلرويمه
خاورې مې مه بوله په ښه سترگه راته گوره ته
خاورې که هم يم ستا د نيکونو د سرو يمه
ښه ښايسته لعلونه سره ياقوت مې په لمن کې دی
ښکلې شنه باغچه له گلو ډکه د ليدو يمه
ښې سپينې خوږې يخې اوبه مې د شودو په ځای
تاسې ته درکړی مورد ټولو پښتنو يمه
خاوره او هوا مې له غيرت او ننگه ډکه ده
وايي ننگ غيرت چې زه وږمه ستاسې د غرو يمه
څکلی دی سرې وينې د اوبو په ځای چمن زما
زه ابياری شوی تل د تورو په اوبو يمه
غواړم آب دتوری په هر وخت کې له پښتو نه زه
پوه شه ! ننگياليه ستا د تورې په آرزو يمه
ته د سپينو تورو په رڼا کې روزل شوی يې
برق د آسمان وايي برېښنا ستاسې د چړويمه
هېر د پښتنو خوی و خصلت چې گوره نگړتې ته
زه ساتلی تا په پښتو نواله او پښتو يمه
مه ټيټوه هېڅکله خپل سر د بل په مخ کې ته
ته که وې سر لوړی زه سرلوړی په ملکو يمه
کلک عزم له سره تېرېدل پخپل ناموس باندې
ښېمه پښتون ته د غيرت او ننگ ځانگو يمه
څوک مې که پوره حقيقت غواړي په سندرو کې
زه الفت ستايلی په خوږو خوږو و نغمو يمه