نظم

وطنه!

ګل پاچا الفت

وطنه! ښه دې آب و هوا ده

څومره دې زياته طبيعی ښکلا ده

لمر دې اسمان کښې څه ښه ځلېږي

ډيوې د ستورو د شپې بلېږي

بهېږي هر لور مست مست سيندونه

په غورځنگونو دي آبشارونه

وږمې د گلو څپې څپې دي

بلبلان مست دي مستې نغمې دي

ځولۍ دې ډکه له نعمتونو

سينه دې ډکه ده له گنجونو

مېوې دې څومره خوږې خوږې دي

په شنو باغو کښې مزې مزې دي

خاوره دې ډېره ده حاصليزه

نه ده لوېدلې له زوراو خېزه

غروته دې گورم رمې رمې دی

کروندې وينم غلې غلې دي

هر څه دې ښه دي خوبده داده

کور کښې دې غله دي هر څه کښې غلا ده

ته ډېر غني يې مونږ فقيران يو

ستا دومره شتو کښې ولې خواران يو

که ته زمونږ يې او مونږه ستايو

ولې بې برخې او بېنوا يو

هر څه په لاس کښې د يو څو تنو

د بډايانو دغلو رهزنو

مونږ په خواريو په زحمتو کښې

څو صاحبان دي مست په نشو کښې

ورته غږېږي تل سرودونه

دوی دي اوښکلي تل وصالونه

نور څه نه کاندی بې عيش ونوشه

کله بېهوشه کله مدهوشه

که دي ناولي دي نازولي

هر څه چې کاندي خودي ښاغلي

مونږ به تر څو يو تخت الثری کښې

څو نازولی په ثريا کښې

تر څو به مونږ خوري هغه څو تنه

چې په درد نخوري دتا وطنه

تر څو به مونږ يو په هېڅ راضي

د حق غاصب به گڼو قاضي

يو به بې آبه هم بې خوړو

ستړي خدمت کښې د څو مړو

راځئ! ملگرو ټينگ عدالت کړو

وضع بدله بدل حالت کړو

هېڅ شي ورنکړو چاته بېکاره

ژوندون روان کړو په نوی لاره

د يوه گټه بل ته ورنکړو

يو انسان بل ته لکه خر نکړو

شخصيت ورکړو خوار او حقير ته

ډوډۍ پيدا کړو نادار فقير ته

انسان ازاد کړو د بل له قيده

دظالمانو له مکرو کېده

آزادي ورکړو فکر او خيال ته

نه بادارۍ ته جاه و جلال ته

راځئ! چې حق دانسان ادا کړو

نه يې غلام کړو چې اخلي باج

نه يې ظالم کړو او نه مظلوم

نه ډېر بې قيده نه ډېر محکوم

دومره يې موړ کړو چې روغ او جوړ وي

نه چې په ډېرو وخوړو ناجوړ وي

ډېر زيات مړښت دی ژوندون ته زهر

ډېړه غنا ده دگناه مهر

بډايی څه ده جوع البقر دی

حرص د غنا خواصلي سقر دی

غنا فاحشه ده فاحشه

عفت وژونکی شهوت پيشه

بنديز په کار دی په غنا باندې

نه د فکرونو په دنيا باندې

هېڅوک دې نه وي دلته قارون

وي دې په فکر کښې افلاطون

تا ته وايم تا ته وايم گل پرسته

دنارنج دگل په مست بوی باندې مسته

دا هوا او فضا چا کړه معطره

چا دا خاوره له عنبر وکړه بهتره

چا سمسور کړه دغه سره او شنه باغونه

چا کړه جوړ درته دنيا کښې جنتونه

ځان خبر کړه چې د چا په کار او زيار

سينگار شويده وادي دننگرهار

گوره! څه جوړ شوه د کار له برکته

د انسان د کار او زيار له مشقته

دلته هلته چې هر څه کښې ښيي ځان

بل شی نه دی کار اوزيار دی دانسان

د انسان فکر اصلي انسان دی

که فکر نه وي خوشې حيوان دی

که لاس پښی وي په ځنځيرو کښې

فکر دې نه وي په زولنو کښې

چاچې وژلی آزاد فکرونه

جهان پرې وايي اوس لعنتونه

د سقراط مرگ دی پېغور جهانه ته

فکر وژونکو دزوړ يونان ته

مسيح وژلی د روم قدرت دی

قدرت ته څومره لوی خجالت دی

دښمن د فکر هر ابوجهل

زندان د فکر د خلکو جهل

ډېرو پوهانو ورکړه سرونه

چې آزاد کاندي اسير فکرونه

دا ښايسته گلان چې وينې په باغو کښې

څه چې اورې د بلبلو په نغمو کښې

د دهقان او د باغوان د لاس اثر دی

گل پرست بلبل له حاله څه خبر دی

دا سرخي چې په دې سرو گلو کښې وينې

فکر وکړه دی دچا د ځيگر وينې

که عرق د گل عطار پلوري په تا

دی خولې دکاريگر نه د بل چا

راشئ ! و نمانځو دگل په ځای ماليار

د کار خلک کاريگر ستايي اوکار

دماليار قدر که نه وي تش دگل وي

فرق به څه د بنيادم او د بلبل وي

لږ څه پوه شه! دچا سيوری لاندې ژوند کړې

چا دگلو په وږمو باندې خورسند کړې

پس له ډېرې دلسر دۍ نه تقاضا ده پيدا شوی

سرولمبو ته د لويدلو د بتانو ماتولو

په رنځور او ضعيف زړه کښې بيا جذبه شوه رااوچته

د جرئت پيدا کولو دبيرغ اوچتولو

بيا متسي ده را روانه دخراب زړگی کاله ته

لکه ورانوکنډوالو ته ماشومان په ځغلېدلو

دهوس کور دې ودان وي چې ساړه زړونه تاوده کا

داسرواونوو هيلو د ډيو و په لگولو

علقه! ته اوس ځان راټول کړه چې په زړه کښې ځای پيدا شي

دهوس ننوتلو د اميد د غځيدلو

د زړه کور کښې چې د عقل درند او غلی بوډا ناست وي

ماشومان دهوسونو رغبت نه کا د ورتللو

غوغا خيز زړگی په کار دی شاعرانو ته هر گوره

د سکوت طلسم مات کړه د شپېلۍ په غږولو

دا رڼا که د سبا وي که د چرگ اذان په رښتيا وي

دغه وخت دی د جذباتو او احساس د ويښولو

مرور زړگی مې غواړي بيا له ژونده سره جوړه

د وطن د عشق او مينې د غوغا په جوړولو

هنگامه د ژوندانه دې خدای هېڅکله غلی نکړي

د جذباتو په وژلو او د ژبو په تړلو

بې غوغا نه وي ټولنه مه ويريږه له شورونو

فسادونه ولاړيږي له ډک زړو په خوله غلو

کينه نه ساتم په زړه کښې چې څه وي هغه به وايم

خدای دې دا نه کا څوک خوابدی په رښتيا رښتيا ويلو