نظم
اووه څلوېښتم فصل - په بيان د متفرقاتو کې
خوشحال خان خټکنوی باز په چرگ په غوښه په لشته
په طلب يې اراسته کړه سرگشته
ښکار چې ونيسي زړه، وينه، سينه ورکړه
مړول يې نور په لاس باندې اکثر کړه
په اس سور شه گرځوه يې مړوه يې
بدخوی يې څو هېرېږي هېروه يې
باز لږ خوری دوه خوره عادت ښه نه دی
چې عادت په يکخوره شي ښه هغه دی
دوه خوره خو د باښې دی باز ښه نه دی
باز عادت په يکخوره همېشه ښه دی
که د باز يا د باښې بازدار شفيق دی
باز باښې لره لازم څه خو ملحيق دی