نظم
اووه څلوېښتم فصل - په بيان د متفرقاتو کې
Khushal Khan Khattakنوی باز په چرگ په غوښه په لشته
په طلب يې اراسته کړه سرگشته
ښکار چې ونيسي زړه، وينه، سينه ورکړه
مړول يې نور په لاس باندې اکثر کړه
په اس سور شه گرځوه يې مړوه يې
بدخوی يې څو هېرېږي هېروه يې
باز لږ خوری دوه خوره عادت ښه نه دی
چې عادت په يکخوره شي ښه هغه دی
دوه خوره خو د باښې دی باز ښه نه دی
باز عادت په يکخوره همېشه ښه دی
که د باز يا د باښې بازدار شفيق دی
باز باښې لره لازم څه خو ملحيق دی