نظم

په باغ کښې

ګل پاچا الفت

ښکلی باغ تازه چمن و د گلانو

شين سحرا وشوروشرو د مرغانو

په سل قسمه اوازونه ښې نغمې وې

هر طرف ته د بلبلو قرانې وې

يومرغه ويل دا څومره ښه دنيا ده

ښکلی بڼ تازه گلشن تازه هوا ده

په دې شنو پاڼو کښې ژوند ډېر غنيمت دی

ددې باغ خوږې مېوې څه لوی نعمت دی

مگر ويره ده په کار له صيادانو

له بې رحمه بې انصافه انسانانو

تنگه کړی په مونږ دوی دغه فضا ده

د دوی وصف گوره يسفک الدماء ده

يو بندي کړي په قفس کښې چې ويېږه

بل په سره اور باندې نيسي چې کړېږه

کاشکی نه وای پيدا وی انسانان

دا دسختو سختو زړونو خاوندان

له بل لوري ورته غږ شو دا څه وايې

ته چې دغه شينکی بڼ دارنگه ستايې

دا خو خپله هسې نه دی پيدا شوی

انسان ډېر زيار او زحمت پکښې ويستلی

که انسان نه وی دا باغ وچه ميره ده

ښايسته کړی خو انسان دا منظره ده

بې باغبانه دغه باغ نه پاتې کېږي

دا گلشن په سپېره ډاگ باندې بدلېږي

په جهان کښې که بې رحمه صيادان شته

ورسره ډېر زيارويستونکی دهقانان شته

که يو وينې تويوي او خونرېزي کړي

بل په کار کښې شي خولې عرقرېزي کړي

د يوه لاس کښې که توره او ټوپک دی

د بل لاس گوره تڼاکو څخه ډک دی

ای په سرو گلو مينو نندارچيانو

هېروئ مه کار او زيار د باغبانانو

دهقانان لري په تاسو ډېر حقونه

دهمدوی د لاس پيدا دی دا گلونه