غزل
په دې ټولې کې چې روان شې تر زندانه ورځې
عبدالباري جهانياوښکو ته مه ورښیه لاری تر ګریوانه ورځې
قا صده لاره مې پیدا کړه منت مه باروه
هره ناره چی نن وهمه تر جانانه ورځې
ما دکلیم له کوره را وړله دنیل خیا لونه
اوس می په طور کي هر آواز تر لامکا نه ورځې
دلته سا حل دی دسپو سندري مه شرنګوه
څوک لیونې په توره شپه کې تر تو پانه ورځې
دي بلبلا نو دصیاد سره خپلوې کړی ده
نه یې قاصد نه یې ټولګې تر ګلستا نه ور ځې
دلته سندرو په قفس کي پیوندونه کړي
دا وزر وچی خدای خبر چه تر بو ستا نه ورځې
ماویل زه به پا څوم په چیغو چیغو مړې
دلته ژوندې پر خپلو پښو تر ګورستانه ورځې
نه یې نومونه په ربات نه په منزل کښې آشنا
یو څو دسیوری غوندې پلونه تر کاروانه به ځې
داسرافیل په ږغ به پاڅی دا کاڼه غوږونه
چي دقیامت ناري له مځکي تر آسمانه ورځې
دجهانی سره کیسې دلمبو مه یادوه
چي دپتنګ وزر لرې تر شبستانه ور ځې