نظم
په غره کې
ګل پاچا الفتلمر لوېدلی ؤ تياره په خپرېدو وه
د ماښام توره پرده په غوړېدو وه
د وطن په يوه غره کې گرزېدمه
له فطرت سره په زړه کې غږېدمه
هلته جگ د غره په اړخ کې ؤ کورونه
پکې بل شوه دماښام تازه او ورونه
د هر کور سيمه درنه معلومېدله
د غيرت وږمه هر لور ته چلېدله
د گړنگ په سر ولاړ وم په حيرت کې
ښکارېده راته هر څه په ډېر هيبت کې
هيبتناکه او مهيبه ننداره وه
د دهشت لويه تابلو ښه منظره وه
درانه خلق وو درانه يې وو خويونه
شته په غرونو کې دا رنگه تاثيرونه
سادگۍ کې خاوندان د ډېرو قار و
يو په بل يې اعتماد او اعتبار و
هر څه ښکارېده دوی ته لا خپل ځانه
هسک يې نه باله هېڅ شی بې له اسمانه
د بادار او دمزدور نومونه نه وو
د آمراود مامور فرقونه نه وو
داسې نه چې يو خادم و بل مخدوم و
يايو سپورو په موټر کې بل محروم و
زندگي د ټولو يوشان ښکارېدله
په هر څه کې يکرنگې معلومېدله
سادگی وه صفايي وه دينداري وه
يو په بل کله لويي کلانکاري وه
نه ډاکټر نه درملتون ؤ نه دوا وه
د رنځور علاج خيرات ؤ بيا دعاوه
علم نۀ و خو په خدای ټينگ اعتقاد و
نه ټگی وه نه چلونه نه فساد ؤ
له هرچا نه ډېر نژدې ؤ شنه اسمان ته
ډېر تابع ؤ د خدای حکم او فرمان ته
بې له خدايه چاته نه راټيټېدۀ دوی
په دنيا کې له بل چا، نه ويريده دوی
دوی ساتلی وو پسونه له لېوانو
دوی ايستلې وې څرمنې له پړانگانو
قصابان نه وو شپانه و د پسونو
څومره فرق دی دښارونو او د غرونو
شپانه غروکې وې ښاروکې قصابان وي
هلته نه وي بندد او قيد دلته زندان وي