غزل

په ماښام بلې ډیوې د میخانې دي

پیر محمد کاروان

دتوبو د ماتېدلو بهانې دي

دچا سترګوته یم غلی درېدلی

راته ناستې پکې تللې زمانې دي

پر ده پوښ مې شې مولا د ګناهونو

ما اېستلې د سندرو نذرانې دي

تر دې میووریجو ږیرې دې قربان شم

لکه ژېړ غوړي دي مستې ترانې دي

تورو سترګو شاعري راوړه کاروانه

که هندوې د شیدا د زمانې دي