غزل
په آزار د چا راضي مه شه رحمانه
رحمان باباپه آزار د چا راضي مه شه رحمانه!
که خلاصی په قيامت غواړې له عذابه
ما د دهر غم وهلی دی په لته
د پيالې د صراحي له برکته
که اوبه دي دحياتو په ظلمت کې
ساده يو يو و ما راکړې بې ظلمته
هغه يار چې وما جام د ميو راکړ
د دښنو وينې مې وڅښې بې شدته
بې خودۍ يې د دنيا له غمه خلاص کړم
لار مې بيامونده بېرون له شش جهته
د دښمن په دښمنۍ مې خندا کېږي
لکه شمع دمقراض له خصومته
بې خيري مې کل په خير باندې شمېرلې
د زمري په خوله کې ناست يم فراغته
مړ بهتر دی تر هغه چې څوک بې پت شي
په يارۍ کې دې څوک نه کا خدای بې پته
دا ستۍ چې په اور سوځي مراد يې دا وي
چې په اور کې سوی ښه يم نه بې پته
خدای هاله د سړي ياد شي چې دردمند شي
کمه نه ده دردمندي له عبادته
خود پرست د خپل وجود په تياره ورشي
د مستانو لار به خدای نه کا غلطه
بې ديدنه که فردوس وي په کار نه دی
باغ څوک څه کا بې د يار له وصالته
د دنيا ښادۍ به واړه آخر غم شي
دغه مل د چا مل نه دی تر مدته
خدای نبي به دې روزي نه شي رحمانه
څو خلاص نه شې د دنيا له محبته