غزل په دا ښهر کې دې نه وينم څوک سياله خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 په دا ښهر کې دې نه وينم څوک سياله خبردار نه يم د بل ښهر له حاله 02 په ښايست کېدې ارمان د صورت نشته درېغه، درېغه په خوی هم وای څه خو ماله 03 په دردمنو کې نن زه يم بې ماننده په دلبرو کې نن ته يې بې مثاله 04 په دا سپين تندي دې طعن په آفتاب شي په ابرو دې گرو، وړی له هلاله 05 نن به ته دا کبر نه کړې، نور به څوک کا چې په خلقو دې نارې دي له جماله 06 که تل جنگ و خرخشې کړې، زه پرې خوښ يم ښايسته دجهان نه وي بې جنجاله 07 چې د حال پوښتنه نه کړې، مرگ مې راغی کله کله مې خبرېږه له احواله 08 په پنځه وخته چې لاس په دعا هسک کړم ستا دعمر دعا کړم په ډېر ډېر کاله 09 دا بې وخته سپين ويښته نه وو بلا وه چې د کښليو زړه يې تور کړ له خوشاله د قاموس مانا × اصلي کلمه