غزل

په دا ښهر کې دې نه وينم څوک سياله

Khushal Khan Khattak

په دا ښهر کې دې نه وينم څوک سياله

خبردار نه يم د بل ښهر له حاله

په ښايست کېدې ارمان د صورت نشته

درېغه، درېغه په خوی هم وای څه خو ماله

په دردمنو کې نن زه يم بې ماننده

په دلبرو کې نن ته يې بې مثاله

په دا سپين تندي دې طعن په آفتاب شي

په ابرو دې گرو، وړی له هلاله

نن به ته دا کبر نه کړې، نور به څوک کا

چې په خلقو دې نارې دي له جماله

که تل جنگ و خرخشې کړې، زه پرې خوښ يم

ښايسته دجهان نه وي بې جنجاله

چې د حال پوښتنه نه کړې، مرگ مې راغی

کله کله مې خبرېږه له احواله

په پنځه وخته چې لاس په دعا هسک کړم

ستا دعمر دعا کړم په ډېر ډېر کاله

دا بې وخته سپين ويښته نه وو بلا وه

چې د کښليو زړه يې تور کړ له خوشاله