غزل

په دا قول د درست خلکو اتفاق دی

خوشحال خان خټک

په دا قول د درست خلکو اتفاق دی

گله! ستا خو يو ورځې طمطراق دی

د صورت خوبي فاني ده، بود يې نشته

په جهان کې که باقي دی، خوی اخلاق دی

هسې يار د غورې خدای راکړ په غېږ کې

چې په نولس توکه دی په حسن طاق دی

لکه تږی و اوبو ته په تلوار وي

خسته هسې د خپل يار دمخ مشتاق دی

ملامت دې ارزاني وي په شېخانو

ملامت يې بخره کړی د عشاق دی

چې يو ور په سړي وتړي بل واکا

رزق به هر چاته رسېږي، خدای رزاق دی

که يې سر له تنه درومي نور به نه شي

د خوشال چې د خپل يار سره ميثاق دی