غزل
په دا قول د درست خلکو اتفاق دی
Khushal Khan Khattakپه دا قول د درست خلکو اتفاق دی
گله! ستا خو يو ورځې طمطراق دی
د صورت خوبي فاني ده، بود يې نشته
په جهان کې که باقي دی، خوی اخلاق دی
هسې يار د غورې خدای راکړ په غېږ کې
چې په نولس توکه دی په حسن طاق دی
لکه تږی و اوبو ته په تلوار وي
خسته هسې د خپل يار دمخ مشتاق دی
ملامت دې ارزاني وي په شېخانو
ملامت يې بخره کړی د عشاق دی
چې يو ور په سړي وتړي بل واکا
رزق به هر چاته رسېږي، خدای رزاق دی
که يې سر له تنه درومي نور به نه شي
د خوشال چې د خپل يار سره ميثاق دی