غزل
په دنيا کې که هر څو و بله پيوند وي
رحمان باباپه دنيا کې که هر څو و بله پيوند وي
پس له مرگه به يې درست صورت بند بند وي
زه به وخورم په داباب هزار قسمه
که باور دې په قسم و په سوگند وي
يا به وړاندې تر تا درومي يا د وروستو
که دې ورور که دې عزيز که دې فرزند وي
زمانه به يې تر پښو لاندې پايمال کا
که په قطع تر اسمانه سربلند وي
هم يې هسې پيمانه گڼه په خاورو
که دې ډکه خوله تمام عمر په قند وي
هر چې کاندي آزادي په دا جهان کې
پس له مرگه به همه واړه په بند وي
هر چې غاړه يې و حق ته ايښې نه وي
همېشه به يې په غاړه کې کمند وي
دا چې زه و تاته وايم که يې خدای کا
په آيات په حديث کې به څرگند وي
زه د يار په څېر مخ نه وينم په سترگو
که په هره خوا خوبان هزار هزار وي
د عاشق نظر په لږ او په ډېر نه وي
د خپل يار مهر که لږ وي هم بسيار وي
شته هزار هزار خوبان ولي سوگند دی
که زما د يار په څېر په هېڅ د يار وي
که يې هر زمان په آب زمزم وينځم
بې مينه مې په زړه باندې غبار وي
مرگ له هېچا سره وار نه کا رحمانه!
يار به ځان تر يار وړومبی کا که يې وار وي