غزل
په دنيا کې له دنيا گوشه کنار شه
رحمان باباپه دنيا کې له دنيا گوشه کنار شه
سمندر غوندې په اور کې گلعذار شه
پس له مرگه که ژوند غواړې سر گياه کړه
په پرېکړي سر بيا نوی مرغزار شه
دا ترخې اوبه به څه کوې د بحر
خود په خپله د گوهر په څېر آبدار شه
بې له خدايه نور دهېچا منت مه کړه
په وچ کاڼي باندې ونه د کهسار شه
که د ونې په څېر گل او مېوه غواړې
ځان په نمر کړه سايه بان د هر خاکسار شه
دست په دست که د خپل کار په درستول يې
لا تر ځان وړومبی ولاړ د بل په کار شه
که دې وېره شي له خپلې درماندگيه
د درماندو دستگيري کړه خبردار شه
که هواذ د د جنت په خاطر گرځي
خاک نشين په استانه د هغه يار شه
که په توره تاريکۍ کې رڼا غواړې
نندارچي د يار د زلفو په رخسار شه
که په کار دې د سرو شونډو شېريني ده
د خپل ځان په وينو سور لکه انار شه
که راضي يې چې دې باغ شي د زړه سبز
په ژړا لکه باران د نوبهار شه
د رحمان په عاشقۍ کې سترگې وشوې
چې څوک وايي عاشق ړوند دی هغه خوار شه