غزل
په ښه خوی له بد خواهانو بې پروا يم
رحمان باباپه ښه خوی له بد خواهانو بې پروا يم
په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا يم
د خپل ځان له خاکساربه سر بلند شوم
لکه گرد هسې شهسوار د هر هوا يم
کمينۍ هسې کامل کړم چې زه درومم
لکه ځمکه درست جهان راسره بيايم
و هر چاته په خپل شکل څرگندېږم
آيينه غوندې بې رويه بې ريا يم
د راز عمر مې حاصل شه له راستيه
لکه سروه مدام سبزه تازه پايم
هم په دا سپينو جامو چې معلومېږم
لکه ابر هم گوهر يم هم دريا يم
قناعت مې تر خرقې لاندې اطلس دی
پټ د درست جهان بادشاه ظاهر گدا يم
د غونچې په څېر په سل ژبو خاموشه
لکه بوی هسې په پټه خوله گويا يم
په ژړا مې د خپل يار ديدن حاصل کړ
د شبنم په څېر د گل سره يکتا يم
ما چې خپل معراج د دار د پاسه وليد
د منصور په څېر رښتينې وينا وايم
د منصور او زما هومره تفاوت دی
چې نارې يې کړې په جهر زه خفيا يم
لکه عيانه هېڅ حاجت د بيان نشته
زه رحمان به په خوله څۀ وايم چې دا يم