غزل
په ښادۍ ښاد شوی نه يم د هېچا
رحمان باباپه ښادۍ ښاد شوی نه يم د هېچا
تور ټپ سوی يم په غم د هر اشنا
که زه طمعه توقع له بله نه کړم
د بل طمعه توقع کېږي له ما
که مې ورور، که مې عزيز دی که مې يار دی
واړه غواړي خپله خپله مدعا
په هر کور کې رنځوران راته زگېروي کا
لاس مې نه رسي د هېچا په دوا
د دنيا خبرې واړه په دنيا شي
ما به څه کا څوک، چې نه لرم دنيا
که په کلي کې مېکور دی زه گومان کړم
چې کور نه دی دا مې گور دی په صحرا
چې دې نه پرې څه پوره وي نه نيمگړی
څوک به څهکا له هغو سره خندا
چې يې ښه تو ښه وبله سره نه شي
تر هغه اشنا بهتر دی نا اشنا
په توده ځمکه استوگنه ده مشکله
ځه به زيست شي له رحمان سره د چا