غزل
په خاطر باندې مې ستا د غم غبار دی
رحمان باباپه خاطر باندې مې ستا د غم غبار دی
همېشه مې په زړه پروت انبار انبار دی
که رهبر دی گمراهانو لره خضر
عاشقانو لره خضر ستا ريبار دی
گوندې چرې څوک دخدای په در قبول وي
ستا له لاسه مې فرياد په هر ديار دی
د شهيد و پرهرونو ته نظر کړه
هسې رنگه مې له دوو سترگو خونبار دی
چې د غم په بار يې زړه دی زما کښلی
هم هغه مې په زړه کښلی په بار بار دی
چې هر دم مې د غمزې په تورو وژني
لا مې زړه د هغو سترگو منت بار دی
دا اسمان دې دهغو په مدعا وي
چې په ما باندې يې کړی ستا اخبار دی
که يار سل ځله جفا ورسره کاندي
د رحمان دا هسې کله اعتبار دی