غزل

په خاطر مې غلبه شو ستا غمونه

رحمان بابا

په خاطر مې غلبه شو ستا غمونه

لږ دخدای د پاره کېږده قدمونه

څه خو قياس زما د ډېرو اوښکو وکړه

چې مې چرې وو په تن کې دا زيمونه

هر چې ستا په دم ژوندي دي نه رغېږي

که بې تا په ځان پوکي هزاردمونه

که هزار هزار دمونه په ځان پوکا

نور به نه کا په دمونو قلمونه

له قسمته خلاصېده دهېچا نشته

که داخل شي دمکې په حرمونه

سړی کله په کوشش تر ځايه رسي

څو د خدای له لوريه نه وي کرمونه

چې توانگر د قناعت په خزانه شي

نور به څه کاندي دينار او درمونه

قسم وخوري له خوبانو بيا يې مات کا

څه باور دی د رحمان په قسمونه