غزل
په ښايست زما د يار نه دي خبر څوک
رحمان باباپه ښايست زما د يار نه دي خبر څوک
که خبر شي پرې به نه ږدي دغه در څوک
چې دلې يې ښه تو ښه وبله نه شي
څه اميد به له چا کاندي په محشر څوک
د دنيا چارې همه واړه فاني دي
نر ناحقه خاورې لوني په خپل سر څوک
چې قبول شي په درگاه دمهرويانو
د هغه په څېر به نه وي بختور څوک
که زما د يار په مخ د چا نظر شي
وبه نه کا و بل مخ و ته نظر څوک
که هر څو دلبران ډېر دي په جهان کې
بل به نه وي زما يار غوندې دلبر څوک
د ديدن طاقت يې هېچا څخه نشته
و آفتاب ته کتی نه شي برابر څوک
عاشقي يوه پايه ده عجايبه
دغه کار کولی نه شي هر څوک هر څوک
له هجرانه بله سخته بلا نشته
خدای دې نه کاندي زخمي په دا نشتر څوک
مخ به بل خوا ته هر گز ونه جارباسي
چې شي ستا په خمارو سترگو ابتر څوک
وبه نه رسېږي تا ته په اسانه
ستا په غم چې خاورې نه کاندي په سر څوک
ارمانونه به کوي زار زار به ژاړي
چې حاصله گونټه نه کا په ششدر څوک
هومره نوم د عاشقۍ ورباندې مه ږده
چې د يار په غم کې نه شي قلندر څوک
هغه نه کاندي نظر و سيم و زر ته
چې په لور دخپل اشنا کاندي نظر څوک
په گلونو د گلزار به ميل نه کاندي
چې خوبونه کا ديار په خاکستر څوک
بې رهبره يون د عشق په لارې گران دی
دلته بويه چې پيدا کاندي رهبر څوک
چې بېلتون په سترگو ويني اشنايي کا
د رحمان په څېر نه وي بې هنر څوک