غزل

په نامه د هغه خدای مې دا بيان دی

رحمان بابا

په نامه د هغه خدای مې دا بيان دی

چې يو نوم يې په نومونو کې سبحان دی

هم بادشاه دی دجمله وو بادشاهانو

هم د هر يوه سلطان په سر سلطان دی

هغه کار چې وهر چا وته مشکل وي

هغه کار واړه و ده وته اسان دی

څوک آفتاب شي په اسمان راخېژولی

ده افتاب راحېژولی په اسمان دی

ده پټ کړی لمر په ابر کې پنهان دی

څوک د لمر په مخ حجاب شي غوړلی

څوک په شپه کې شي مهتاب پيدا کولی

ده په شپه کې پيدا کړی ماه تابان دی

څوک يو څاڅکی پرې اېستی شي له اسمانه

نزول کړی ده په مونږ باندې باران دی

څوک له اوره شي اوبه پيدا کولی

ده له اوړي پيدا کړی زمستان دی

څوک شي روح ننه وېستی په يوه ماشي

زنده کړی ده په روح تمام جهان دی

څوک وسنگ شي رنگ د گلو ور کولی

ده و سنگ ور کړی رنگ د ارغوان دی

څوک له خاورو شي يوگل پيدا کولی

ده له خاورو زرغون کړی گلستان دی

څوک له سنگه شي گوهر پيدا کولی

ده له سنگه پيدا کړی دُر مرجان دی

څوک شي رزق و هر مخلوق ته رسولی

دی د هر يوه مخلوق روزي رسان دی

څوک بنده لره ايمان شي ورکولی

ده ورکړی هر بنده لره ايمان دی

څوک له ځمکې اسمان وته ختی شي

ده عيسی لره ورکړی دا مکان دی

څوک له خدای سره خبرې شي کولی

ده موسی مشرف کړی په دا شان دی

څوک اېښودی په توسن د اسمان زين شي

ايښی ده په هوا تخت د سليمان دی

څوک په سپينه ږيره پايي تر قيامته

ده په خضر باندې کړی دا احسان دی

چې په ده شي هغه کار په هېچا نه شي

هر توانا دده تر توان پورې ناتوان دی

په اوبو کې يې د کاڼي کوټ بنا کړ

ده ورکړی په کې اور لره امان دی

په سجده يې ځمکې سر دی لگولی

هم يې زوړند په رکوع سره اسمان دی

هره ونه په قيام ورته ولاړه

هر گياه يې په تسبيح سره گويان دی

همه واړه په تسبيح دده مشغول دی

که سړی دی که پېری دی که حيوان دی

هر ماهي يې په درياب کې حمد وايي

هر مرغه يې په چمن کې ثناخوان دی

حق په حق يې ثنا هېچا کړې نه ده

نه له هېچا واقع شوی دا بيان دی

مخلوقاتو هسې نه دی پېژندلی

لکه ده څخه چې قدر د خپل ځان دی

حد پايان يې هېڅ سړي موندلی نه دی

معرفت يې هسې بحر بې پايان دی

نه هېڅوک دده په څېر دده په شان دي

او نه دی د چا په څېر دچا په شان دی

نه يې زيان نه يې زوال نه يې نقصان شته

دی بې زيانه بې زواله بې نقصان دی

نه يې مثل نه مثال نه يې مکان شته

دی بې مثله بې مثاله بې مکان دی

پاک يې وگڼه بې شکه بې گومانه

له هغو چې د چا شک دچا گومان دی

نه يې څوک په سترگو ويني نه ليده شي

او بې چونه بې چگونه نمايان دی

که څوک وايي ليده نه شي ليده نه شي

او که وايي و هر چا وته عيان دی

منزه دی له جمله وو جهتونو

او بيا هر جهت په ده باندې ودان دی

له هزارو صفتونو باور وکړه

چې يې کړی نيم صفت عبدالرحمان دی