غزل
په نظر د بې بصر
رحمان باباپه نظر د بې بصر
لکه شام هسې سحر
لکه شام هسې سحر
لکه سنگ هسې گوهر
لکه سنگ هسې گوهر
لکه خاورې هسې زر
لکه خاورې هسې زر
لکه خير هسې شر
په نظر يې معلومېږي
همه واړه برابر
که څوک ښه ورسره وکا
تر بدۍ يې وي بتر
که څوک بد ورسره وکا
تر نېکۍ يې وي بهتر
نه په بد ويل زهير وي
نه پرې ښه وي دچا زبر
په صواب او په خطا يې
نه د ليل وي نه نظر
نه اگاه په خپل بهبود وي
نه اگاه په خپل ضرر
نه په عيب څه پوهېږي
نه پوهېږي په هنر
لکه ړوند او کوڼ چې گورې
هسې هېڅ نه وي خبر
له طاعته له گناهه
څه خبر وي ځناور
ځناورو نور څه نه زده
يا يې خوب وي يا يې څر
دا خو ته يې زما نفسه
چېدې زه کړم کور وکر
تمام ووتې له عقله
په دنيا پسې اوتر
نه دې فرض دخدای ادا کړه
نه سنت د پيغمبر
نه دې مرگ په زړه کې ياد وي
نه خواري دې دمحشر
وده پروت يې دا دې نه زده
چې په خوا لرم سفر
په هر دم در څخه درومي
که پوهېږي دا بشر
هغه تور وېښته دې څه شو؟
چې هم مښک و هم عنبر
هغه قد د مجنون بيدشه
چې چنار وو هم نښتر
تن دې درست زېر و زبر شه
زړه دې نه شه لر و بر
تر پنجاه و پنجه تېر شوې
ته لا ځان بولې پسر
نه دې ترس شي نه دې وېره
نه په زړه باندې اثر
بل به نه وي لکه ته يې
هسې شوخ او ځيگر ور
په غفلت دې عمر تېر کړ
نه رهرو شوې نه رهبر
عبادت دې په ريا شه
لکه ډک په لاکو زر
لکه قلب ناسره مهر
پټ په زرو کې حجر
لکه پټ وي په دانه کې
سل اغزيه دشجر
لکه سحر چې برپای کا
سحرگر او جادوگر
لکه تش صورت بې روحه
چې تصوير کا مصور
لکه تش کدو بې مغزه
ميان خالي و تن پرور
لکه زړی په مېوه کې
درون سنگ بېرون ثمر
له بې لاسه لستوڼی
سر تر پايه پای تر سر
لکه ټگ او دغه باز وي
په مرغانو کې دگر
لکه بې نمکه ناوې
چې په سرکاندي ميزر
تر ميزر لاندې چا څه زده
چې دختر وي که مادر
نه يې حسن نه جمال وي
غلوي خلک په زېور
هی له هسې فرېبيانو
لکه زوړند چاود کمر
نيم په ځمکه کې دننه
نيم بر څېره لکه غر
په دستار کې يې مسواک وي
تر بغل لاندې خنجر
په ايرو کې پټ بڅری
په وښو کې پټ ژور
په شپه وينې د مظلوم خوري
سبا کښېني په منبر
په زړه تور لکه تبۍ وي
په مخ سپين لکه قمر
د دنيا په طلب گرځي
خپل ځان بولي قلندر
نه پخلا نه مرور وي
پرېشان گرځي در په در
کلمه په ژبه وايي
په زړه نه لري باور
په مثال د منافقو
نه مسلم وي نه کافر وي
نه مسلم وي نه کافر وي
نه پخلا نه مرور
پرېشان گرځي سر وهلی
کوی په کوی او در په در
همېشه رفت و آمد کا
د زردارو په گذر
په کوڅه د دنيا دار و
گو خورگي کا لکه خر
اورنگ زېب هم يو فقير و
چې ټوپۍ يې وه په سر
د ټوپۍ وته يې شا کړه
چې قادر شه په افسر
خو يې هومره فقيري وه
چې څه نه وو ميسر
چې فلک يې ياري وکړه
نور يې ملک کړ مسخر
گوره څه چارې يې وکړې
په عيال دخپل پدر
وار په وار يې تر تېغ تېر کړه
د خرم تمام ټبر
يو ټبر دخرم څه و
ډېر عالم يې کړه ډبر
تمامي جهان يې ونغړد
چې يې لاس شه باندې بر
په فرېب فرېب يې خپل کړ
بېجاپور اوبهاگ نگر
بېجباپور بهاگ نگر څه وو
لا جنجي او جنجاور
هم يې هند په ډکه واخيست
هم کابل هم پېښاور
بيا يې ذکر شوه په زړه کې
بادشاهۍ د هفت کشور
له حرصه ورته هېڅ شو
هم دارا هم سکندر
خيال يې دا و په خاطر کې
چې به خپل کړم بحر و بر
بارې ورځ ور څخه لاړه
وخت پرې راغی نمازديگر
نه يې مراد د زړه حاصل شه
نه يې يخ کړ خپل ټټر
همگي شو ځنې پاتې
که يې ملک وکه لښکر
خالي لاس له دنيا ووت
لکه عين دروېزگر
له دنيا يې هېڅ يو نه وړه
مگر شو يې يو څادر
خوار حيران په ځمکه پرېوت
بې پالين و بې بستر
نه پوزی شو ترې د لاندې
نه ترې لاندې شه ټغر
د بڼې په څېر خفيف شه
چې ثقيل و لکه غر
د سېلاب په مخ کې لاړ شه
لکه خس وي يا وزر
حق يې پاتې په گردن شه
د سپاهي او د چاکر
اوس يې زه په روح دعا کړم
که يې خدای کا بهرور
حق تعالی يې په نصيب کړه
شېرين حوض د کوثر
د جنت په خوشبويۍ يې
خدای دماغ کړه معطر
په درست هند باندې يې حق و
هند يو شپه وه دی و نمر
ددې نمر په روښناييه
تمام هند و منور
په رڼا يې خلکو زيست کړ
نه څه خوف ونه خطر
خو چې مخ يې په غروب کړ
نور پيدا شه شورو شر
چې په نام د اورنگزېب و
وخوړ گاو هغه دفتر
اوس نوبت د شاه عالم دی
دور طور شه دگر
خدای زده څه بازي شي پېښه
عاشوره شي که اختر
رنگا رنگ بازۍ کاندي
دا اسمان دی بازيگر
گهي تلخ شي لکه زهر
گه شېرين لکه شکر
چې څه وشو هغه وشو
لا به کېږي مقدر
ما خو نوم داورنگ واخيست
دا احوال دی دهر هر
هر سړی د خپلې خونې
هم بادشاه دی هم سرور
هر چې اهل د دنيا دي
واړه هسې دي اکثر
دا بيان دور و دراز و
رحمان وکړ مختصر