غزل په نيکۍ به له بدانو نه خلاص نه شي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 په نيکۍ به له بدانو نه خلاص نه شي بويه دا چې لکه دوی وي هسې ته شې 02 د غنمو په لذت به نه پوهېږي د هر چا چې زيست روزگار وي په اوربشې 03 دغليم سترگې به تا گڼي خسړی که په زړه کې ورته کسی د لېمه شې 04 د بد خواه له بدخواهيه خلاصی نشته که اسمان ته الواته وکړې، مرغه شې 05 په پاکۍ کې به دې گډې کا متيازې په صفت کې که بد ذات سره اوبه شې 06 دروغجن به دې بيا لرې کا له زړه نه که هر څو يې په رښتيا پورې په زړه شې 07 د بدگويو له ويلو خلاصی نشته په پاکۍ که فرښتو نه ورته ښه شې 08 آفتونه په گډون کې دي خوشاله! ښه خو داچې که دايم غرڅه د غره شې د قاموس مانا × اصلي کلمه