غزل په نيکۍ به له بدانو نه خلاص نه شي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په نيکۍ به له بدانو نه خلاص نه شي بويه دا چې لکه دوی وي هسې ته شې 02 د غنمو په لذت به نه پوهېږي د هر چا چې زيست روزگار وي په اوربشې 03 دغليم سترگې به تا گڼي خسړی که په زړه کې ورته کسی د لېمه شې 04 د بد خواه له بدخواهيه خلاصی نشته که اسمان ته الواته وکړې، مرغه شې 05 په پاکۍ کې به دې گډې کا متيازې په صفت کې که بد ذات سره اوبه شې 06 دروغجن به دې بيا لرې کا له زړه نه که هر څو يې په رښتيا پورې په زړه شې 07 د بدگويو له ويلو خلاصی نشته په پاکۍ که فرښتو نه ورته ښه شې 08 آفتونه په گډون کې دي خوشاله! ښه خو داچې که دايم غرڅه د غره شې Dictionary meaning × Headword