غزل

په نور چا پسې بې خدايه ژاړې ولې

رحمان بابا

په نور چا پسې بې خدايه ژاړې ولې

د چارپای په څېر بې ځايه ناړې ولې

چې روټۍ ميده کوې په شخوند خو جوړ يې

تروخبرې کوې لواړې لواړې ولې

ته دا خپل کلام ميده په دا خپل شخوند کړه

تا داړلو ته تېرې کړې داړې ولې

هغه کار چې دې په نرم ويل کېږي

بېهوده په پورته نولې لاړې ولې

نېک له نېکو، بد له بدو مناسب دي

نېک و بد وبله پر بله نغاړې ولې

يو قدم د خدای په لور ايښودی نه شي

تمامي عمر په بېرته لاړې ولې

تل دې طوق د تعلق په غاړه کښېوست

وکښی نه شې دغه طوق له غاړې ولې

چې په ورځ د شيخۍ لافې کړې رحمانه!

په شپه می له فروشه غواړې ولې