نظم په پيرۍ کې چې بد کار وي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 په پيرۍ کې چې بد کار وي که ابليس غواړې هم دا دی 02 په سړي کې هر هر خوی شته چې په څو رنگه پيدا دی 03 د فرښتو خصلت په کې دی دشيطان په کې ماوا دی 04 په ښه خوی تر فرښتو ښه شي په بد تېر ترشيطان لا دی 05 د فرښتو سره شماره دی هغه کس تر شيطان لا دی 06 چې يې تل د بدو خوی دی هغه کس ترشيطان لا دی 07 په دا هومره قباحت اشرف عاق نه شو چې بهرام دا هسې عاق شو څه حکمت دی 08 چې وعقل ته د دواړو نظر وکړې پروت د دواړو په وجود کې حماقت دی 09 دبهرام تېری په دا دی په بدۍ کې چې لړلی ددنيا په محبت دی د قاموس مانا × اصلي کلمه