نظم په پيرۍ کې چې بد کار وي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په پيرۍ کې چې بد کار وي که ابليس غواړې هم دا دی 02 په سړي کې هر هر خوی شته چې په څو رنگه پيدا دی 03 د فرښتو خصلت په کې دی دشيطان په کې ماوا دی 04 په ښه خوی تر فرښتو ښه شي په بد تېر ترشيطان لا دی 05 د فرښتو سره شماره دی هغه کس تر شيطان لا دی 06 چې يې تل د بدو خوی دی هغه کس ترشيطان لا دی 07 په دا هومره قباحت اشرف عاق نه شو چې بهرام دا هسې عاق شو څه حکمت دی 08 چې وعقل ته د دواړو نظر وکړې پروت د دواړو په وجود کې حماقت دی 09 دبهرام تېری په دا دی په بدۍ کې چې لړلی ددنيا په محبت دی Dictionary meaning × Headword