غزل

په څه دود يې ځای نيولی ستا تر څنگ دی

خوشحال خان خټک

په څه دود يې ځای نيولی ستا تر څنگ دی

د رقيب خبره مه منه بد رنگ دی

زه چې ډېر ډېر ستا له ډېره جوره ژاړم

تر دو چشمو مې چشمه بحر د گنگ دی

ښاپېريې دې په هورته هورته گرځي

نن په دا لوري د شاه د باهو شرنگ دی

لاس يې مه پرېږده له لاسه، خوله يې واخله

پرېوتلی په ياغي راجا قلنگ دی

په زړه مهر، محبت، په خوله ښکنځل کا

څه عجب زېبا د دوو مينو جنگ دی

لکه سپی د خپل څښتن جور و جفا وړي

خوار عاشق تر معشوقې پورې بې ننگ دی

په ورو، ورو باندې قدم کېږده خوشاله!

خدای دې پل د چا خطا نه کا گړنگ دی